پیژندپاڼو ته د ښځو لاسرسی کولای شي، چې په افغانستان کې د پراختیا بهیر چټک کړي

This page in:

د نړیوالو مرستو ادامه (د هغو مرستو په شمول چې د افغانستان د بیارغونې  صندوق له خوا ترسره کېږي) د میلیونونو افغانانو د ښې راتلونکې د جوړولو او دهغو پرمختیایي لاس‌ته‌راونو د ساتنې لپاره چې تر اوسه ترلاسه شوې حیاتي اهمیت لري. د لاسته راوړنو د ساتنې کمپاین د هغه پروژې لاسته راوړنې چې د افغانستان د بیارغونې صندوق  له خوا ترسره شوې دي او یو سوله‌ییز اوټول شمول افغانستان په د لاسرسي کې برخه اخیستې ده، بیانوي.  www.worldbank.org/afghanistan/results

 

د بغلان له میرمن «بختور» سره پیژندګلوي ومومئ. کله چې پنځه کاله وړاندې د نومړې مېړه له نړۍ سترګې پټې کړې، هغه د خپلو څلورو ماشومانو د ژوند د اړتیاوو پوره کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وه. په داسې حال کې چې نوموړې ټولنییزې مرستې ترلاسه کوي، خو دا مرستې په بشپړ ډول، د هغې او کورنۍ د بنسټیزو اړتیاوو پوره کولو کفایت نه کوي. میرمن بختور په خپله سیمه کې د ښځو د پراختیايي شورا په مرستې توانیدلې، چې په ځايي کلینیک کې د صفاکار دنده ومومي. خو کله چې هغه د ګمارنې د بهیر ترسره کولو لپاره کلینیک ته مراجعه وکړه، د ګمارنې د یو پړاو او د نوموړې د پیژندګلوي د تایید په موخه له نوموړې وغوښتل شول، څو خبله پیژندپاڼه (چې په افغانستان کې ورته تذکره وایي) راوړي. خو نوموړې پیژندپاڼه نه لرله او له همدې امله هغه و نه توانیدله، چې دا دنده ترلاسه کړي. د نوموړې پر ځای بله میرمنه، چې پیژندپاڼه یې درلوده، په دنده وګمارل شوه.

میرمن بختور یوازنی کس نه ده، چې له دې ستونزې سره لاس او ګریوان ده. په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کسان، چې  (یو میلیادر ناڅرګند) په نوم هم یادیږي، د خپل پیژندګلوي د ثابتولو لباره رسمي سند نه لري او ډیری وختونه په خپلو ټولنو کې له اقتصادي، ټولنییزو او سیاسي فعالیتونو څخه بې برخې شوي دي. هغوی ښوونیزو، روغتیايي خدمتونو، دولتي مرستونو ترلاسه کولو، د ځمکې او ملکیت ثبت، د بانکي حسابونو پرانیستنه، د تلیفون ترلاسه کولو او د ټاکنو د رایو ورکولو بهیرونو کې له ګڼ شمېر ستونزو او خنډونو سره مخ کیږي. د دولتونو لپاره د فردي او ټولنیزو حقونو د رعایتولو په موخه د ټولو لپاره د قانوني پیژندګلوي اسنادو ورکول د ټولنیزو خدمتونو او مرستو، د خصوصي سکتور پراختیا څخه د ملاتړ په کچه مهم دی او د دولت د عوایدو لوړیدو لپاره مهم او اړین دی.

په افغانستان کې د پیژندپاڼو لرلو په برخه کې جنسیتي تشه زیاده ده: ۸۹ سلنه هغه خلک، چې پیژندپاڼې (تذکره) نه لري، ښځې دي

د پیژندګلوي د ثابتولو اسنادو ته د ښځو ټیټې کچې لاسرسي، په افغانستان کې یوه جدي جنسیتي خلاء ګڼل کیږي.  نړیوال بانک له افغان دولت سره په مرسته غواړي، د یو شمېر پروژو او په افغانستان کې د نړیوال بانک د ټولنییز او جنسیتي مشارکت چوکات د یو شمېر  پروژو په ملاتړ را ټیټه کړي.

افغانستان د پیژندګلوي اسنادو لاسرسي په برخه کې تر ټولو زیاته جنسیتي تشه لري څرنګه چې په دې هیواد کې یوازې ۵۲ سلنه ښځې پیژندپاڼې نه لري

د پراختیا لپاره پیژندګلوي سروې پر بنسټ، چې په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوه، افغانستان د نړۍ په ۹۷ هېوادونو کې، د پیژندګلوي اسنادو لاسرسي په برخه کې تر ټولو زیاته جنسیتي تشه درلوده. د دې سروې پر بنسټ په افغانستان کې ۵۲ سلنه ښځې پیژندپاڼې نه لري، په داسې حال کې، چې به نارینه وو کې دا ارقام یوازې ۶ سلنه دي . دا ستونزه په کلیوالو سیمو، هغه سیمې، چې کم سواده خلک لري او کورنیو بې ځایه شویو کې ډیر زیات دي. دا سروې همدارنګه د دې څرګندویي کوي، چې شاوخوا ۸۰ سلنه داخلي بې ځایه شوې ښځې پیژندپاڼې نه لري، په داسې حال کې، چې یوازې ۱۰ سلنه داخلي بې ځایه شوي نارینه پیژندپاڼې نه لري.

ټولنییز محدود کوونکي معیارونه، ښځو ته د پیژندپاڼو نه لاسرسي په برخه کې ستز لامل ګڼل کیږي. په همدې وروستیو کې ښځې په دولتي ادارو کې د پيژندپاڼو ترلاسه کولو لباره اړ وې، څو د خپلو کورنیو له نارینو سره لاړې شي، څو کورني نسبت یې تائید شي. نو په دې توګه هغه ښځې، چې په کورنیو کې نیږدې نارینه نه درلود او همدارنګه هغه ښځې، چې د کورني نارینه غړیو لخوا د انځور اخیستلو او پیژندپاڼو ترلاسه کولو کې ملاتړ نه کیده، نه یې شو کولای، څو پیژندپاڼه ته لاسرسی ولري. دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۱۰ کال کې د قانون په تعدیل سره دغه شرط له منځه تللی وو، خو سربېره پر دې په ډیرو سیمو کې ښځو باید د پیژندپاڼو ترلاسه کولو لباره باید څو نارینه شاهدان حاضر کړي.

 

په دې برخه کې نور لاملونه او فکتورونه هم ښکیل دي، د پراختیا لپاره پیژندګلوي سروې څیړنه دا څرګنده کړه، چې ۶۸ افغان ښځې، چې پیژندپاڼې نه لري په دې باور دي، چې هغوی پیژندپاڼو ته اړتیا نه لري،  دا په دې مانا، چې هغوی ډیر کمو فرصتونه په واک کې لري، څو له کورونو څخه بهر فعالیتونو کې ونډه واخلي. سربېره پر دې، ۴۲ سلنه هغه ښځې، چې پیژندپاڼې نه لري، په دې ټینګار کاوه، چې د پیژندپاڼو د ترلاسه کولو بهیر ډیر ستونزمن دی او ۲۲ سلنه ښځو بیا د پیژندپاڼو د ترلاسه کولو په برخه کې د اړینو اسنادو کمښت، د پیژندپاڼو ترلاسه کولو په برخه کې ستر خنډ په ګوته کړی دی. تر دې وروستیو او مخکې له دې، چې د بریښنايي پیژندپاڼو د ویش سیستم فعال شي، د پیژندپاڼو ترلاسه کول په ځانګړي ډول کورنیو بې ځایه شویو لپاره ډیر ستونزمن وو، ځکه اړتیا وه، څو هغوی د خپلو پیژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره کابل او یا هم خپلو اصلي ولایتونو ته سفر وکړي. نو په دې ډول د ښځو پر وړاندې اقتصادي لګښتونه او امنیتي اندیښنې د پیژندپاڼو ترلاسه کولو په برخه کې شتون درلود.

ښځو ته د پیژندپاڼو نه لاسرسی په افغانستان کې د نورو جنسیتي نا برابریو د زیاتیدو لامل کیږي

په افغانستان کې عامه خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د پیژندپاڼو درلودل اړین دي. د بیلګې په ډول، ښوونیزو بنسټونو ته د کورنیو بې ځایه شویو او بیا راستنیدونکیو لاسرسی، په ملکي ادارو، او ډیری وختونه د خصوصي سکتور په برخو کې کار کول، د ملکیت او جایدادونو د ثبت په موخه، د سیم کارت د ثبت په موخه (او د موبایل له لارې بانکداري خدمتونو ته لاسرسی)، د بانکي پورونو ترلاسه کولو او په ټاکنو کې د رایو ورکولو لپاره، پیژندپاڼو ته اړتیا ده. په تېرو پارلماني ټاکنو کې شاوخوا ۱۷ سلنه ښځو ( د ۵ سلنه نارینه وو په پرتله) د پیژندپاڼو نه شتون له امله و نه توانیدل، چې رایه ورکړي.

پیژندپاڼې همدارنګه  د موټر چلونې جواز په ترلاسه کولو، د زیږون کارت ترلاسه کولو او یا هم د کورني د یوه غړي د زیږون د تصدیق په برخه کې، نکاح خط، او پاسپورت ترلاسه کولو کې اړین دي. د ښځو لباره د پیژندپاڼو او نکاح خط لرل د میراث، له واده څخه وروسته پر ملکیتونو باندې د مالکیت حق د ثابتولو او مهر ترلاسه کولو کې هم زیات اړین دي. د کم عمرو ودونو کمیدو لپاره هم، چې په افغانستان کې یې ارقام ډیر لوړ دي ( د سروې پر بنسټ له ۲۰ څخه تر ۲۴ کلونو پورې ۲۸ سلنه ځواب ویونکیو له ۱۸ کلونو مخکې ودونه کړي دي) اړین او مهم ګڼل کیږي.

په افغانستان کې نړیوال بانک د څو پروژو له لارې مرسته کوي څو د پیژندګلوي د اثبات اسنادو ته د ښځو لاس رسی ډېره شي

نړیوال بانک د افغانستان په ګډون په ډیرو هېوادونو کې د ټول شموله پیژندګلوي د اسنادو له سیستونو څخه ملاتړ کوي

اوس مهال نړیوال بانک له څلویښتو څخه زیاتو هېوادنو سره د پیژندنې ثبتولو پیاوړتیا بهیر څخه ملاتړ کوي. دغه بانک د یو لړ وسیلو په چمتو کولو سره ( لکه د هېوادونو د پیژندګلوي اکو سیستم نقشو د طرحه کولو په موخه د تشخیص ګړنلارو  او اړوند کارکونکو ته د پیژندګلوي د ثبت سیستم د ډیزاین او پلي کولو لپاره، د کړنلارو چمتو کول) او همدارنګه  زیان لیدونکو ډلو لپاره د پیژندګلوي اسنادو  ته د لاس رسي ډېروالي لارښودونو ( لکه د معلولیت پر وړاندې د خنډونو پیژندل او جنسستي قانوني خنډونه) په جوړولو کې له هېوادونو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې نړیوال بانک د څو پروژو له لارې مرسته کوي څو د پیژندګلوي د اثبات اسنادو ته د ښځو لاس رسی ډېره شي.  د کلیوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه پیژندپاڼو ته د کلیوالي ښځو لاسرسی اسانه کوي، کوم چې کولای شي له دوی سره د بانکي حسابونو خلاصولو، د بانک پورونو ترلاسه کولو او د هغوی سوداګرۍ ثبتولو کې مرسته وکړي. دې ته و��ته، د افغانستان د ولسي تړون ملي پروګرام کلیوالو ښځو ته د ژوند مهمو پېښو لکه واده او حج سفرونو لپاره د پېژند پاڼو د اهمیت په اړه پوهاوی زیاتوي. د مالي سرچینونو ته د لاسرسي پروژه، په یو شمېر ولایثتونو کې له ښځو سره د زیاتو بې وزلو کسانو د پیژندنې پروګرام له لارې مرسته کوي، څو پیژندپاڼې ترلاسه کړي.

په افغانستان کې پیژندپاڼو ته د ښځو د لاسرسي زیاتوالی: بل ګام څه دی؟

د عامه پوهاوي پروګرامونو زیاتوالی یو له هغه وسایلو څخه دي، چې کولای شي پیژند پاڼو ته د ښځو لاسرسي اسانه کړي. اما دا پروګرامونه باید په سمه توګه طرح او پلي شي. په افغانستان کې د عامه پوهاوي پروګرامونو تر دې دمه محدوده اغیزه کړې ده.

په افغانستان کې هیله بخښونکي پرمختګونه د ترلاسه کیدو په حال کې دي. په ۲۰۱۸ کال کې د کاغذي پیژندپاڼو پر ځای د پیزندګلوي د باور وړ اسنادو ته د خلکو لاسرسي په موخه، د بریښنايي پیژندپاڼو ویشلو لړۍ پیل شوه. د پیژندپاڼو د غوښتلو بهیر اسانه شوی، څو هغه وګړي، چې د پیژندګلوي مخکیني اسناد یې هم نه درلودل، په اسانۍ سره وکولای شي، چې بریښنايي پیژندپاڼو لپاره غوښتنه وکړي. نور اړتیا نشته، چې واده شوې ښځه، د خپل خاوند نوم د غوښتنې په فورمه کې وکاروي  او د نوم لیکنې بهیر پر کورنیو ولاړ دی، یعنې د کورنۍ غړي کولای شي، چې ټول یو ځای نوم لیکنه وکړي. هیله بخښونکی بدلون دا دی، چې ښځې هم کولای شي، د کورنۍ سرپرست و اوسي او د کورنۍ ټول غړیو نوم لیکنه وکړي.

د احصائې او معلوماتو ملي اداره  چې د وګړیو د پیژندګلوي د ثبت مسؤلیت پر غاړه لري، د نوم لیکنې د مرکزونو شمېر یې زیات کړی او زیات شمېر ښځې کارکوونکي یې ( په ځانګړې ډول په لیري پرتو سیمو کې، چې د ښځو د نوم لیکنې په اړه حساسیتونه زیات دي) په دې مرکزونو کې په دندو ګمارلي دي. وروستي معلومات او ارقام په دې بهیر کې د ګډون ښکارندوي کوي، چې دا ډول ګامونه سم لوري ته په حرکت کې دي، ځکه ۴۷ سلنه هغه کسانو، چې تر اوسه یې پیژندپاڼې اخیستې، ښځې دي.  خو ډیجیټل سیسټمونه، ښځو لپاره د دوی د ټیټ سواد او کمپیوټر ته د نه لاسرسي له امله د پېژندپاڼو ترلاسه کول ستونزمند کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د ګرځنده خدماتو شبکې له کورنیو سره د آنلاین فورمې ډکولو او چمتو کولو کې شتون لري، خو د دې بهیر مالي لګښت د بې وزلو کورنیو پر وړاندې خنډ شمېرل کیږي.

وروستۍ پایله دا ده، چې پرمختګ او پراختیا، به داسې حالت کې، چې په رسمي ډول د وګړیو یوه سترې کتله «شتون» و نه لري، ممکن نه ده. نو په دې ډول د ټولو لپاره د قانوني پیژندګلوي د ثابتولو د اسنادو برابرولو  کې په افغانستان کې د پرمختگ او پراختیا بهیر د چټکولو او د جنسیتي یو شان والي زیاتیدو لپاره مهم او اړین دی.


Authors

Talajeh Livani

Social Development Specialist

Sarah Haddock

Social Development Specialist, South Asia

Join the Conversation